Your browser (Internet Explorer 7 or lower) is out of date. It has known security flaws and may not display all features of this and other websites. Learn how to update your browser.

X

Navigate / Profile / Search

Profile

en-USps-AFprs-AF
زموږ په هکله
د کاونټرپارټ نړیواله موسسه ویاړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او نورو نړیوالو او سیمه ییزو ښکیلو اړخونو په مرسته د متحدو ایالتونو له حکومت سره په افغانستان کې د لازیات ډیموکراټیک، هوسا او د جنډر برابری پربنسټ ولاړې ټولنې د جوړولو په موخه د همکارې موسسې په توګه کار کوي. د ۲۰۰۵ کال د جنوري د میاشتې راهیسې کاونټرپارټ د متحدو ایالتونوپه نړیوال پرمختیايي ادارې (USAID) کې یوه مهمه نړیواله نادولتي موسسه ده چې په افغانستان کې د مدني ټولنې د پیاوړتیا لپاره کار کوي. د کاونټرپارټ نړیواله موسسه د (USAID) له لارې د مدني ټولنې د پیاوړتیا نوښت (آیپکس) په نامه پروژه پلي کوي چې دوې برخې لري. لومړۍ برخه یې پنځه کلنه دوره وه چې په (۲۰۱۰)کال کې پای ته ورسید، د پروژې د لومړي برخې د بریالیتوب په پایله کې (USAID)  د کاونټرپارټ نړیوالې موسسې ته د نورو (۳۶) د آیپکس-II پروژې تر نامه لاندې مرستې ورکړې، چې د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر ترپایه پورې به دوام و مومي.
د آیپکس پروژې لپاره د هغه د روزنیز او ظرفیت جوړونې پروګرامونو آبشاري موډل خورا حیاتي اهمیت لري. ددې موډل له لارې د آیپکس-II پروګرام له ۱۹ افغان نادولتي موسسو(ددې موضوع تفصیل زموږ د همکارو موسسو په برخه کې ترلاسه کیدای شي) منځګړي خدماتي موسسو (ISOs)  سره کار کوي چې د آبشاري میتودولوژي لومړی ګام بلل کیږي. د (ISOs) رول د آیپکس په پروګرام کې د مدني ټولنې ادارو (CSOs) د پراخې شبکې په جوړولو سره خپلو سیمه ییزو همکارو موسسو (CSOs) ته د پرمخ تللي روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي مرستو برابرول دی.
دغه د سازماني جوړښت او د روزنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو موډل د کاونټرپارټ نړیوالې موسسې ته ددې توان وربښي چې خپل (ISOs) ته مستقیم او ثابتې مرستې برابرې کړي. چې بیا به دوی پخپل وار سره د افغانستان د مدني ټولنې ۳۸۰ سیمه ییزو ادارو (CSOs) ته د ظرفیت جوړنې روزنیز پروګرامونه او تخنیکي مرستې برابرې کړي. د مدني ټولنې په دې ادارو کې نادولتي موسسې (NGOs)، ټولنیز سازمانونه، سیمه ییز پرمختیايي شوراګانې (CDCs) او نورې شوراګانې/جرګې (د مشرانو عنعنوي شوراګانې) شاملې دي.
د کاونټرپارټ نړیواله موسسه د سازماني ظرفیت جوړونې د مهمې برخې په توګه مدني ټولنې ادارو ته د بلاعوضو مرستو او د مرستو د بیا ورکولو د موقع شتون مطالعه کوي.  بلاعوضې مرستې او ترلاسه شوې پوهې اوتجربې او د روزنیزو پرګرامونو له لارې د ظرفیتونو جوړول او تخنیکي مرستې د عامو بلاعوضو مرستو د ورکولو په پرتله د پراخې اغیزې موقع برابروي. د پروژې د پیل (د ۲۰۰۵ کال د سپتمبر د میاشتې) راهیسې د کاونټرپارټ نړیوالې موسسې د آیپکس د بلاعوضومرستو په توګه تر لس ملیون امریکایی ډالرو زیاتې مالي مرستې ترسره کړي دي چې په دې بلاعوضو مرستو کې په ټول افغانستان کې سازماني بلاعوضې مرستې، ملاتړ او د بشري حقونو بلاعوضې مرستې او ټولنیز پرمختیايي پروژې شاملې وې.